انصار: ( دکب 14مه)، د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. خو د یو شمېر زده کوونکو نجونو کورنۍ اندېښنه لري چې لاهم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل کېدو کوم څرک نه لګېږي.
د کلید د راپور په اساس، دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په نوي ښوونیز کال کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو اجازه ورکړي.
احمدالله چې د درې لوڼو پلار دی؛ وایي چې یوه لور یې د قابلګۍ د دوهم کال محصله ده او دوې نورې یې د ښوونځي زده کوونکې دي چې اوسمهال درې واړه په کور ناستې دي.
نوموړی له حکومت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي ترڅو له دې بې برخلیکه وضعیت څخه خلاصې شي.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله بیا وایي، نجونې په تمه دي چې په نوي ښوونیز کال کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې خپلې زده کړې بېرته پیل کړي. هغه وایی: «موږ د دې هېواد د میلیونونو نورو اوسېدونکو په څېر په تمه یو او غوښتنه کوو چې د افغان نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو نه پرانیستل کېدل او له زده کړو د هغوی لرې پاتې کېدل، د هېواد لپاره جدي او ګڼې ستونزې رامنځته کولای شي.»
د کابل ښار اوسېدونکې مریم هم، چې د کورنۍ دوه نجونې یې د ښوونځي زده وونکې دي، ورته غوښتنه لري او وایي چې نجونې او ښځې د یوې ټولنې او راتلونکو نسلونو په باسواده کولو کې مهم رول لري.
په دې اړه مو وغوښتل چې د پوهنې وزارت نظر هم واخلو چې په راتلونکي کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو پلان شته او کنه، خو له هڅو سره سره د هغوی د نظر په اخیستو ونه توانېدو.
خو له دې وړاندې په وار وار د طالب چارواکو ویلي چې د شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30586